|
اجمل
خټك موږ
يو ملت يو، افغان ملت يو، ټول افغانان يو، يو مو كور دى، يوه مو خاوره ده، يو مو
وطن دى، يوه مو وينه ده، يوه مو مينه ده او يوه مو ورورولي ده. اوس موږ په
افغانستان كې د زرګونو كالونو راهيسي په يوه كور كې اوسېدلي يوو، دا خلكو خو په يوه
پښتون كې فلانى او فلانى يادوي، چې دا د كندهار دى، دا د ننګرهار دى او دا وردګ دى،
دا ملا دى دا طالب دى او دا عالم دى. زه وايم چې دا هزاره شول، دا اوزبك شول، تاجك
شول، بدخشي شول دا ټول زموږ په دې وطن كې د زرګونو كلونو راهيسي د وروڼو غوندې
اوسېدلي دي،
زما په خيال د باچا خان او
امان الله خان د سياست نه علاوه، كه منډيلا دى، كه ګاندي دى، كه بل دى او بل دى،
هغوى به د خپل قوم لپاره كړي وي، هغه د قدر وړ دي. خو څومره چې باچا خان او امان
الله خان د خپل قوم لپاره كړي ما ته هغه معلوم دي، ما تاريخ لوستى، د چا نومونه نه
اخلم، هر چا به څه كړي وي. خو زه دا تا ته لنډ ځواب دركوم چې باچا خان او امان الله
خان سياست چې كوم دى، نو هغو د قوم او انسانيت لپاره يې ډېر څه كړي دي
.
|